د امريکې صدر جوبائيډن په بيان افغان خارجه وزارت ردعمل مخې ته راغلې

د امريکې صدر جوبائيډن په بيان افغان خارجه وزارت ردعمل مخې ته راغلې دې،افغان خارجه وزارت د جوبائيډن بيان په کلکه رد کړېدې،د امريکې صدر جوبائيډن وائټ هاوس کښې پريس کانفرنس پر مهال وئيلي وو چې افغان قوم د يو حکومت لاندې نه شې متحد کيدې
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ترجمان عبدالقهار بلخې لخوا جاري بيان کښې وئيلي شوي دي چي افغان قوم متحد دې،تقسيم قومونه، نه بلکه متحد قامونه حمله آورو ته ماتې ورکولې شي عبدالقهار بلخې وئيلي دي چي امارت اسلامي د غير ملکې تسلط خاتمې نه پس په لږو وسائلو او کم وخت کښې امنيت په ځائے کړېدې،مرکزي نظام ئې قائم کړې او اولس ئې متحد کړې دې ترجمان افغان وزارت خارجه زياته کړې ده چې غيرملکيانو د خپلې بقا لپاره افغانستان کښې نفاق ته لمن وهله خو افغانانو د ګډې اسلامي عقیدې، وطن سره مينې پر بنياد یرغلګر له ماتې سره مخ کړې دې او اوس د سیال ملت کېدو لپاره مستحکم ګامونه اخلي.