د امريکې نوي پابندو لوجې د ايران اقتصادي حالت ډير زيات خراب شوي

0
81
د امريکې نوي پابندو لوجې د ايران اقتصادي حالت ډير زيات خراب شوي

ايران د نړي وال بنديزونو لوجې سخت مشکلاتو کښې راګير شويدے، صدر حسن روحاني اعتراف کړېدے چې د امريکې نوي پابندو لوجې د ايران اقتصادي حالت ډير زيات خراب شويدي
صدر حسن روحاني تهران کښې يوې غونډې ته وينا په وخت وئيلي دي چې د تير وختونو په نسبت نن صبا ملک د سخت دباؤ ښکار دے
د هغه وينا وه چې عراق جنګ دوران هم زمونږ معاشي صورتحال خراب شوي وو ولې د امريکې نوي بنديزونو په معاشي توګه ډير متاثره کړي يو
صدر حسن روحاني زياته کړه چې ايران عراق جنګ دوران زمونږ بينکونو، د تيلو شعبو او درآمدات برآمدات باندې پابندي نه وه بلکې صرف په وسلو بنديز وو ولې د ملک دښمن قوتونو اوسنې دباؤ د ايران په تاريخ کښې د ټولو سخت مشکل وخت سره مخ کړي يو
حسن روحاني دا هم وئيلي دي چې دې دباؤ باوجود د ايران حوصلې لوړي دي او ټول سياسي قوتونو ته ئې اپيل کړېدے چې د دې پابندو مقابله کولو لپاره دې يو موټي شي
یاده دي وي چې د امريکې بنديزونو وروستو ايران کښې سرمايه کاري بند شويده او د تيلو برآمدات هم متاثره شويدي