د امريکې وزير خارجه مائيک پومپيو د افغانستان ناڅاپى دوره کړى

0
34
مائيک پومپيو

د امريکې وزير خارجه مائيک پومپيو د افغانستان ناڅاپى دوره کړى او افغان اولسمشر اشرف غنى سره ئې دوه اړخيزه تعلقاتو او افغان مفاهمتى عمل په حواله خبرې کړى دى
د امريکى خبرى ادارو ترمخه خارجه وزير مائيک پومپيو د افغانستان ناڅاپى دوره کړې او افغان اولسمشر اشرف غنى سره ئې ليده کاته کړى دى
دواړو مشرانو د امريکى او افغانستان ترمينځه اړيکو په پراختيا او افغانستان په صورتحال خبرې اترې کړى دى
ملاقات نه پس افغان اولسمشر سره ګډ خبرى کانفرنس په وخت مائيک پومپيو وئيلى دى چې د هغه د افغانستان دورې مقصد افغانستان او سويلى ايشياء لپاره د صدر ډونلډټرمپ پاليسۍ د پرمختګ جائزه اخستل وو
د هغه وينا وه چې دې پاليسۍ کښې واضحه پيغام دې چې امريکه به د افغانستان ملاټر جارى ساتى او طالبانو لپاره پکښې هم دا پيغام دې چې دوى دى د افغانستان نه د امريکنى پوځيانو د انخلاء انتظار نه کوى
بلخوا افغان اولسمشر اشرف غنى خپل بيان کښې وئيلى دى چې د امريکى خارجه وزير سره ئې ملاقات دوران افغان مفاهمتى عمل، طالبانو سره شوى کامياب جنګ بندۍ معاهده او راتلونکى پارليمانى ټاکنو لپاره د سيکيورټى په انتظاماتو خبرې کړى دى