د امريکې وزير دفاع جيمز ميټس د افغانستان ناڅاپي دوره کړې

0
43

د امريکې وزير دفاع جيمز ميټس د افغانستان ناڅاپي دوره کړې او افغان اولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو سره ئې دوه اړخيزه اړيکو،افغان مفاهمتي عمل پشمول راتلونکې پارليماني او اولسمشرۍ ټاکنو په معاملو خبرې کړيدي
کابل کښې صدارتي محل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوېدي چي د امريکې وزير دفاع جيمز ميټس او چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف جنرل ډانفورډ د افغانستان ناڅاپي دوره کړېده
بيان ترمخه د امريکې پوځي مشرانو صدارتي محل کښې د اولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليده کاته کړېدي
ملاقات دوران امريکې او افغانستان په تعلقاتو،جنوبي ايشيا لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ تګ لارې،افغان مفاهمتي عمل په حواله خبرې کړېدي
دغه رنګ د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو هم دې ملاقات دوران د خيالاتو بدلون شوېدے
بيان کښې زياته کړې شوېده چې افغان سيکيورټي ادارو تشکيل نو،راتلونکي پارليماني او اولسمشرۍ ټاکنو او د داخلي بريدونو مخ نيوي په حواله هم دې ملاقات کښې صلاح مشورې شوېدي