د امريکې ډالر په قدر کښې نوره اضافه شوې او روپې کم

د امريکي ډالر په قدر کي نوره اضافه،د روپي قيمت کي نور کمے راغلو، نن په اوپن مارکيټ کي ډالر په يوسل نهه شپيته روپي او درے شپيته پيسے خرسييدو، د ډالر په نرخ کي اضافے سره د ګراني نوي طوفان راتلو انديښنه ده

کرنسي مارکيټ کي ډالر خپل ټول زاړه ريکارډونه مات کړي، نن د امريکي ډالر په نرخ کي درے پنځوس پيسے اضافه شوي، د کوم ورستو چي يو ډالر د پاکستان يوسل نهه شپيته روپي او درے شپيته پيسو باندي ټريډنګ کړي، روان کال کي د ډالر په نرخ کي اتلس روپي اضافه شوي، تير کال امريکي ډالر يوسل دوه پنځوس روپو ته راغوځيدلے وو، ۔ د ډالر نرخ کي تاريخي اضافے سره ملک کي د ګراني نوي طوفان راتلو انديښنے سيوا شوي