د انډيا ورلډ کپ خوب ټوټے ټوټے شوي

ټي ټونټي ورلډ کپ دويم سيمي فائنل کښې انګلينډ ټيم په بهارتي باولرانو باندي د رنز بخئي وهلي،د انډيا ورلډ کپ خوب ټوټے ټوټے شوي، انګلينډ په لس وکټو بهارت ته شکست ورکړے او فائنل ته رسيدلے دے، بهارت د ميچ ګټي لپاره يو سل نهه شپيته رنز هدف ورکړے وو، کوم چي انګلينډ په اوپننګ پورا کړو او سيمي فائنل ئي اوګټو، د ايونټ فائنل ميچ به د اتوار په ورځ د پاکستان او برطانيه ترمنځه لوبيږي
د آئي سي سي ټي ټونټي ورلډ کپ دويم سيمي فائنل کښې انګلينډ بهارت ته بدترين شکست ورکړے ، او فائنل ته ئي کوليفائي کړيده، بهارت انګلينډ ته د ميچ ګټلو لپاره يو سل نهه شپيته رنز هدف ورکړے وو، کوم چي انګلينډ ټيم په شپاړلسم اوور کښې بغير څه د وکټ غورځيدو پورا کړے او ميچ ئي په خپل نوم کړيدے، د انګليند اوپنرز شاندار بيټنګ مظاهره کړے، ايلکس هيلز شپږ اتيا او جوز بټلر اتيا رنزونه جوړ کړيدي، اوس به د ايونټ فائنل مقابله په ديارلسم نومبر يعني د اتوار په ورځ د پاکستان او انګلينډ ترمنځه وي،