د اويا کاله زوړ نظام خمتولو لپاره سټيټس ختمول ضروري دي

که بهارت پاکستان باندي جنګ مسلط کړو نو دلي کښي به جنګ ختموو

معاون خصوصي اطلاعات فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د اويا کاله زوړ نظام خمتولو لپاره سټيټس ختمول ضروري دي ، وائي چې د مولانا صيب خو عوامو په مسائل نه بلکې اقتدار نه بهر کيدو باندې سينه کښې درد پيدا شويدے ، معاون خصوصي په ن ليګ او پيپلزپارټۍ باندې هم شديد نتقيد کړيدے،د فردوس عاشق اعوان مطابق ن ليګ وائي چې ووټ ته نه بلکې نوټ ته دې عزت ورکړے شي
دا خبرې معاون خصوصي اطلاعات فردوس عاشق اعوان اسلام آباد کښې د ميډيا سره خبرو اترو پرمهال کړېدي
د فردوس عاشق اعوان وينا وه چې بعضې نادان ملګري پاکستان کښې د عدم استحکام پيدا کولو کوشش کوي ولې هغوي ته دا پته نشته چې عمران خان د نوي پاکستان يو يو تيګه په خپل لاسو باندې ايګدي
فردوس عاشق اعوان اووئيل چې شاهد خاقان عباسي نن حکومت ته څه تجويزونه ورکړيدي او حکومت د اپوزيشن صحيح تجويزونه ته خيرمقدم کوي
معاون خصوصي دا هم اووئيل چې د مسلم ليګ ن بيانيه د وخت او حالاتو سره سره بدليږي او دا چې ن ليګ غواړي چې د ووټ کو عزت دو پرځائے دے نوټ ته عزت ميلاؤ شي
فردوس عاشق اعوان دې دوران په مولانافضل الرحمان باندې هم نيوکې کړې او وئيلي دي چې د مولاناصيب سينه کښې درد اقتدار نه بهر کيدو دے ، د اولس ورسره هيڅ غم نشته دے