د اى سى ايل متعلق کميټۍ د نيب په سفارشاتو د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف نوم په اى سى ايل کښې اچولو سفارش کړې

د اى سى ايل متعلق کميټۍ د نيب په سفارشاتو د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف نوم په اى سى ايل کښې اچولو سفارش کړې ،وفاقي وزير داخله شيخ رشيد وائي چې د کميټۍ سفارش به کابينې ته ليږلې شي ،شهباز شريف په پنځلس ورځو کښې دننه د نظرثانۍ درخواست هم دائر کولې شي ،شيخ رشيد دا هم وئيلي چې يو ملزم سره خصوصي سلوک نشي خپلولې ،د شهباز شريف نوم وړومبي نه په بليک لسټ کښې نه وو