د ايبټ آباد په ځنګلاتو کښې لګيدلي اور باندې قابو موندلے شوې

د ايبټ آباد په ځنګلاتو کښې لګيدلي اور باندې قابو موندلے شوې

ايبټ آباد سره نزدې په ځنګلاتو کښې اور لګيدلے وو په کوم چې د نهه ګهنټو کوشش وروستو قابو وموندلےشوه، د اور لوجې د لکهاؤ روپو قيمتي ونې بوټي سوزيدلي دي، انتظاميه وائي چې د اور لګيدو وجوهات لا مخې ته نۀ دي راغلي
د ايبټ آباد سره نزدې واقعه ځنګلاتو کښې بيګا اور لګيدلے وو په کوم چې ريسکيوډبل ون ډبل ټو د نهه ګهنټو کوشش وروستو قابو وموندله، ريسکيوچارواکي وائي چې علاقه سخته وه په دې وجه زيات نقصان اوشو، ولې بيا هم د بهرپور کوشش وروستو په اور باندې قابو وموندلےشوه ، ريسکيواهلکار وائي چې د اور لګيدو وجوهات لا مخې نۀ دي راغلي، د اور لوجې د لکهاؤ روپو ونې بوټو ته زيان رسيدلے دے