د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين نجم سيټهي وئيلي دي چې د ايشيا کپ مقام تعين لپاره خبرې جاري دي، که چرې ايشيا کپ کښې بهارت شرکت نه کوي او دا ئې سياسي مسئله جوړه کړې نوبيا زمونږ د پاره هم دا يو سياسي مسئله ده ، نجم سيټهي دا هم وئيلي چې ما تجويز ورکړې چې د پاکستان ميچونه دې پاکستان کښې اوکړې شي او بهارت دې نيوټرل مقام باندې ميچونه اولوبوي
خپل يو بيان کښې د پي سي بي چيئرمين نجم سيټهي وئيلي چې د بهارت موقف دې چې ايشيا کپ دې نيوټرل مقام باندې اوشي، ولې مونږ وايو چې بهارتي ټيم پاکستان ته نه راځي، نو بيا مونږ څنګه بهارت ته ورلډ کپ لپاره تلې شو
نجم سيټهي اووئيل چې في الحال د ايشيا کپ مقام باندې خبرې اترې روانې دي، بهارت دې نه سياسي مسئله جوړه کړېده، بيا خو دا زمونږ د پاره هم سياسي مسئله ده
چيئرمين پي سي بي اووئيل چې افغانستان خلاف مو بعضي سينئرز ته آرام ورکړې وو، مونږ دخپل ځوان لوبغاړو امتحان اخستو، چې پکښې بعضې کامياب شوي او بعضې ناکامه شويدي
نجم سيټهي دا هم اووئيل چې پي ايس ايل او شارجه پچ کښې ډير فرق وو، افغانستان سيريز کښې ځوان لوبغاړو ته موقع ورکول کاميابه تجربه وه