د ايف ائي اے تحقيقاتو په ضد د اسد قيصر په درخواست پېښور هائيکورټ کې د ممنوعه فنډنګ کيس سماعت

د ايف ائي اے تحقيقاتو په ضد د اسد قيصر په درخواست پېښور هائيکورټ کې د ممنوعه فنډنګ کيس سماعت، د اسد قيصر وکيل عدالت ته وئيلي چې په کيس کې ايف ائي اے سره د تحقيقاتو اختيار نيشته، عدالت د اسد قيصر وکيل په استدعا سماعت د ستمبر اوويشتمې نيټې پورې ځنډولې
د اسد قيصر په درخواست د ممنوعه فنډنګ کيس سماعت جسټس لعل جان خټک او جسټس اشتياق ابراهيم باندې مشتمل دوه کيسزه بنچ کړې، بيرسټر ګوهر عدالت ته وئيلي چې اسد قيصر په ايف ائي اے کې د پيشۍ دوران د سوالونو جوابونه ورکړي، د اسد قيصر وکيل عدالت ته دا هم وئيلي چې زما د دليلونو لپاره وخت پکار دے، که د عدالت سره نن وخت نه وي نو بل څه تاريخ دے ورکړي، د اسد قيصر وکيل په استدعا سماعت د ستمبر اوويشتمې نيټې پورې ځنډولې شوے د سماعت نه پس ميډيا سره خبرو دوران اسد قيصر وئيلي چې په عدالتونو مو باور دے، مونږ ته به انصاف ميلاويږي د يو سوال په جواب کې اسد قيصر ووئيل چې مولانا فضل الرحمان د اقتدار لپاره څه هم کولې شي، هغه د اسلام لپاره نۀ بلکه د اقتدار لپاره سياست کوي، دا يې هم وئيلي چې عمران خان کله د فرانس صدر سره ملاقات شوے وو نو هغه وخت يې په پي ټي ائي تنقيد کولو ولې د شهباز شريف فرانس صدر سره په ملاقات يې مکمل خاموشي خپله کړې اسد قيصر وئيلي چې د جمعې په ورځ به د موجوده حکومت په ضد سخت احتجاج ريکارډ کولې شي د ميډيا سره خبرو کې ترے صحافي پوښتنه وکړه چې د پنجاب حکومت غورځولو خبرې رواني دي، اسد قيصر هيڅ جواب ورنکړو او روان شو