د ايل پي جي قيمت کښي کلو په سر دوه روپے او کورني سلنډر نرخ کښي دريويشت روپے اضافه

0
106

اوګرا د ايل پي جي قيمت کښي کلو په سر دوه روپے او کورني سلنډر نرخ کښي دريويشت روپے اضافه کړي او دي حوالي سره نوټي فيکيشن هم جاري شويدي
آئيل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي يعني اوګرا طرف نه جاري شوي نوټي فيکيشن ترمخه د آيل پي جي نرخ کښي کلو په سر دوه روپے اضافه شوي
دغه اضافے نه پس د ايل پي جي في کلو قيمت يو سل پنځلس روپے ته رسيدلي دي
نوټي فيکيشن مطابق د ايل پي جي کورني سلنډر نرخ کښي هم دريويشت روپے اضافه شويده
د ايل پي جي کورني سلينډر قيمت ديارلس سوه يو شپيته روپے ته رسيدلي دي