د ايمنسټي سکيم لاندي پنځلس زره پاکستانيانو تراوسه يووشت اربه روپۍ قامي خزانه کښي جمع کړي

0
11
FBR

د ايمنسټي سکيم لاندي ديوديرشمي جولائۍ پوري پنځلس زره پاکستانيانو تراوسه يووشت اربه روپۍ قامي خزانه کښي جمع کړي ، قامي خزانه ته دا رقم دټيکس ايمنسټي سکيم نيټه ختميدو وړاندي ترلاسه شوي
اسلام آباد کښي د فيډرل بورډ آف ريونيو حکام دعوي کوي چه د تير کال جولائي مياشت په نسبت روان کال دجولائي مياشت پوري ټيکس وصولۍ کښي شپږ اعشاريه شپږ فيصده اضافه شوي،د ايف بي آر وينا ده چه قامي خزانه ته په مجموعي توګه دوه سوه پنځويشت اربه روپي ترلاسه شوي
ولي دي کښي دټيکس ايمنسټي سکيم لاندي حاصل کرده يووشت اربه روپۍ شامل نه دي کوم چه پاکستانيانودملک دننه او ملک نه باهر خپلي اثاثے ظاهرولوسره د ټيکس په مد کښي جمع کړي
د يادوني وړ ده چه د مسلم ليګ نون پخواني حکومت په خپلو اخري ورځو کښي د دي ټيکس ايمنسټي سکيم اعلان کړي وو چه پکښي اولس ډيره دلچسپي ښودلي وه ، دغه وجه وه چه روستو دسکيم ډيډ لائن ديوديرشمي جولائۍ پوري اوغزولي شو