د ايم ډي کيټ ټيسټ جوائنټ انوسټي ګيشن ټيم د ايټا دفتر دوره کړې

ایم ډی کیټ ټیسټ کښې شوی ګهپلو په اړه سنسنی خیز انکشافات

د ايم ډي کيټ ټيسټ تحقيقاتو لپاره جوړ کړې شوي جوائنټ انوسټي ګيشن ټيم د ايټا دفتر دوره کړې،زرائعو ترمخه ايټا حکامو د ضلع بنو او ډي آئي خان کښې بلوټوت سکينډل کښې ککړ اميدوارانو خلاف ايف آئي آر نۀ درج کيدو شکايت کړې، ايټا حکامو د ککړ کسانو خلاف ايف آئي آر درج کولو سفارش کړې

د ايم ډي کيټ تيسټ سکينډل ورځ تر بله سنګين شکل اختياروي،د جے آئي ټي ټيم د ايټا دفتر دورے پر مهال ايټا حکامو شکايت کړې چې بلوټوت په ذريعه نقل کونکي کسانو خلاف مقدمه نده درج کړې شوې،
زرائع وائي چې ايټا حکامو جے آئي ټي د تيسټ طريقه کار او ايس او پيز نه هم خبر کړي، جے آئي ټي ته د پرچو تيارۍ، تر سيل او نتائجو باندې هم بريفنګ ورکړې شوېدے، زرائع وائي چې جے آئي ټي ټيم ايټا حکامو نه مختلف اړخونو په اړه سوالات کړي