د اين آر او لوجې ملک نن اقتصادى بحران سره مخ دې

0
18

وزيراعظم عمران خان باجوړ کښې جلسه عام ته خطاب کړے، او وئيلى دى چې د ډيرو قربانو وروستو قبائيلى سيمو کښې امن پرځائے شويدې، اوس به په ترقياتى چارو توجو ورکوؤلې شى، وزيراعظم وائى چې د اين آر او لوجې ملک نن اقتصادى بحران سره مخ دې، خان صيب واضحه کړے چې هيچا سره به ډيل اونکړے شى
بلخوا  وزيراعظم عمران خان ضلع مهمند کښې تقريب ته خطاب کړے، په دې موقع ګورنر او وزيراعلې هم موجود وؤ، وزيراعظم د ضلع مهمند لپاره صحت انصاف کارډ اعلان کړے او وئيلى دى چې يو خاندان به د اووه لاکه شل زره روپو پورې د علاج مفت سهوليات ترلاسه کوؤلي شى