د اين سى او سى مشر اسد عمر ويکسين نه لګونکو ته يو ديرشم اګست ډيډلائن ورکړو

نيشنل کمانډ اينډ اپريشن سنټر مشر اسد عمر ويکسينشين نه کوونکو ته ډيډ لائن ورکړے دے ، وئيلي دي چې يو ديرشم اګست نه ورستو چې چا ويکسينيشن نه وي کړے په هغوي به کار کولو باندې پابندي وي ، يو ديرشم اګست نه به نور بنديزونه هم لګولے شي

اسد عمر د وزيراعظم معاون خصوصي برائے صحت ډاکټر فيصل سلطان سره ګډ خبري کانفرنس کړے دے ، وئيلي دي چې د ټولو نه زيات ويکسين لګوونکي شرح اسلام آباد کښې شپږ پنځوس فيصده ده ، او د ټولو نه کم ويکسين لګوونکو شرح سند او کراچۍ کښې ده د اين سي او سي مشر وينا وه چې وزيراعظم وائي چې مونږ ملک نشو بندولې ، يکم اګست نه جهاز کښې سفر کوونکو لپاره ويکسينيشن لازمي ګرځولي دي اسد عمر ووئيل چې د سکول استاذان ، بس ډرائيوران ، قانون نافذ کوونکو ادارو اهلکاران ، بس اډو او عوامي ځايونو کښې کار کوونکو لپاره د ويکسين لګولو اخيري تاريخ يو ديرشم اګست دے،د ويکسين لګولو عمل ډير آسان کړے شوے دے په دې موقع معاون خصوصي برائے صحت ډاکټر فيصل سلطان ووئيل چې کراچۍ کښې کيسونو سيوا کيدو سره په هسپتالونو دباؤ سيوا شوے دے ، کراچۍ کښې وبا تيزۍ سره خوريږي