د اين سي او سي اجلاس کښې د کورونا په مجموعي صورتحال غور شوے

د اين سي او سي اجلاس کښې د کورونا په مجموعي صورتحال غور شوے

د وفاقي وزير اسدعمرپه مشرۍ کښې د اين سي او سي اجلاس شوے، اجلاس کښې د کورونا ايس اوپيز، حفاظتي تدابيرو باندې عملدرآمد، لوئې اختر او د کورونا په مجموعي صورتحال باندې غور شويدے، اجلاس ته وئيلے شوي چې حفاظتي تدابيرو باندې عمل درآمد سره د کورونا په کيسونو کښې ترډېره حده پورې کمے راغلے،اجلاس کښې ټولو صوبو ته په ايس اوپيز باندې د سخت عمل درآمدکولو هدايت شويدے
اجلاس کښې د متعلقه حکامو لخوا د بريفنګ وروستو وفاقي وزير اسدعمروئيلي دي چې فيس ماسک او حفاظتي تدابيرو باندې د عمل کول د کورونا نه د بچاؤ بهترينه طريقه ده، د اولس صحت او حفاظت زمونږ اولين ترجيح ده، دې لړي کښې د لوئې اختر په موقع د ايس او پيز کښې هيڅ قسمه نرمي نۀ شو کولے ، که چرې نرمي وکړے شوه نو دغه به د اضافې باعث جوړ شي، وفاقي وزير وئيلي دي چې د يکم نه تر پينځلسم جون پورې اوسطاً دري دېرش زره نه زيات ټيسټونه شوي ولې يکم جولائي نه تر پينځلسمې جولائي پورې اوسطاً دوه ويشت زره نه زيات د کورونا ټيسټونه شوي، د يکم جون نه پينځلم جون پورې پينځه زره او يکم جولائي نه پينځلسمې جولائي پورې درې زره کيسونه رپورټ شويدي، اسدعمرزياته کړېده چې د حفاظتي تدابيرو باندې عمل درآمد او د سمارټ لاک ډاؤن په وجه د کورونا په کيسونو کښې تر ډېره حده کمے راغلے،لهذا اولس دې هم دغه رنګ د حکومت سره خپل تعاون جاري وساتي