د اټيچيډ ډيپارټمنټ ايسوسى ايشن او حکومتى غړو ترمينڅه مذاکرات ناکامه

د اټيچيډ ډيپارټمنټ ايسوسى ايشن او حکومتى غړو ترمينځه مذاکرات شوى کوم چې د ناکامۍ سره مخ شوي بلخوا اټيچډ ډيپارټمنټ ملازمينو د خپل احتجاج جاري ساتلو اعلان کړے

پيښور کښې د اټيچډ ډيپارټمنټ ايسوسي ايشن مذاکراتي کميټي او د حکومتي غړو صوبائي وزيرخزانه تيمور سليم جهګړا، وزيربلديات اکبر ايوب خان او د اطلاعاتو معاون خصوصي کامران بنګش ترمينځه مذاکرات اوشوو،په کوم کښې چي مذاکراتي کميټي وزيران د تنخواګانو د تفاوت نه خبر کړه، د اټيچډ ملازمينو د صدر امين خان د وينا مطابق د صوبائي وزيرانو د مذاکراتي ټيم سره رويه جارحانه او غير مناسب او غير ذمه دارانه وه، او هغوي لخوا دوي ته سنګين دهمکياني هم ورکړے شوي، صدرامين خان وئيلي چې د اټيچډ ډيپارټمنټ افيسرز ايسوسي ايشن قلم چهوړ هړتال او احتجاج به جاري وي او د روانے مياشتے په يو کم ديرشمه جولائي به د ټولو ضلعو او ډويژن په زرګونو تعداد کښي ملازمين په احتجاج کښې شرکت کوي