د اپريشن ردالفساد د سوري لاندي فرنټئير کور بلوچستان کښي کارواياني کړيدى

0
14
آواران کښې سيکيورټي فورسز آپريشن دوران څلور دهشت ګرد وژلي

د اپريشن ردالفساد د سوري لاندي فرنټئير کور بلوچستان د صوبې په بيلا بيلو سيمو کښي کارواياني کړيدى، کاروائۍ مهال ئې څلور شکمن کسان نيولي او په ګنړ شمير کښي ئې وسله او ګوله بارود هم برامد کړيدى
د تفصيلاتو ترمخه خفيه اطلاع باندي فرنټئير کور بلوچستان په کوهلو او سنجاوۍ کښي د کاروائۍ پر مهال څلور شکمن کسان نيولي او په ګنړ شمير کښي ئې وسله او ګوله بارود هم برامد کړيدى
په کوم کښي چې دولس اعشاريه اووه ايم ايم ګولې،آر پي جي سيون،دوه ايل ايم جيز،درې کلاشنکوف ،آئي اى ډي کښي کارونکي فيوز،ډيټونيټرز، بارود، موصلاتي آلات او په زرګونو راونډز شامل دي
نيولې شوي کسانو نه پلټني رواني دي او نامعلومه ځائې ته منتقل کړې شويدى