د اپوذيشن په ريکوزيشن د قامي اسمبلې اجلاس نن طلب کړې شوي

د اپوذيشن په ريکوزيشن د قامي اسمبلې اجلاس نن طلب کړې شوي

د اپوذيشن په ريکوزيشن د قامي اسمبلې اجلاس نن طلب کړې شوي چي پکښې به په يو سل دري پنځوس نکاتي ايجنډا باندي بحث کولي شي،ايجنډا کښې د پرائيويټ ممبرز يوشپيته بلونه هم شامل کړي شويدي،خواجه آصف تيره ورځ پارليمنټ هاوس کښې ميډيا سره د خبرو دوران وئيلي وو چي ايوان کښې د جج مبينه ويډيو سکينډل او د نواز شريف د سزا معامله پورته کوي ځکه چي د جج د ويډيو نه پس اوس د مياصيب د سزا هيڅ قانوني جواز نه دې پاتې
د اپوذيشن په ريکوزيشن د قامي اسمبلې اجلاس نن طلب کړې شوي چي پکښې د اپوذيشن لخوا د سخت احتجاج امکان دې،قومي اسمبلې سکرټريټ اجلاس لپاره د يو سل دري پنځوس نکاتو ايجنډا جاري کړې چي پکښې د پرائيويټ ممبرانو يوشپيته بلونه هم شامل کړي شويدي
اپوزيشن ميا نواز شريف پشمول د نورو سياسي قيديانو د سزا او وفاقي بجټ لوجي سيوا شوي عوامي مشکلات خپله ايجنډا کښې شامل کړي او په دې د سخت احتجاج او تاوتريخوالې امکان دې
تيره ورځ خواجه آصف وئيلي وو چي ويډيو سکينډل نه پس فيصلې هم متنازعه شويدي