د اپوزيشن جماعتونو آل پارټيز کانفرنس به نن په اسلام آباد کښې کولې شي

مولانا فضل الرحمن په خپلو کارکنانو غږ کړې چې په پرامنه توګه اسلام اباد ته راشى

د مولانا فضل الرحمان په مشري کښې اپوزيشن جماعتونو آل پارټيز کانفرنس به نن په اسلام آباد کښې کولې شي، اے پي سي کښې ګډون لپاره ټول سياسې ډلو مشرانو ته بلنه ورکړي شويده، آل پارټيز کانفرنس به سحر يولس بجے شروع کيږي کوم به چې ماښام پورې جاري وي، اے پي سي کښې به د حکومت خلاف تحريک چلولو په حواله مشاورت کولې شي
تفصيلاتو ترمخه د مولانا فضل الرحمان په مشرې د اپوزيشن جماعتونو آل پارټيز کانفرنس نن په اسلام آباد کښې رابللې شويدي، اے پي سي کښې شرکت لپاره ټول اپوزيشن ډلو ته بلنه ورکړي شويده، پيپلز پارټي، مسلم ليګ ن، جے يو آئي ف، اے اين پي ، قامې وطن پارټې، پختونخوا ملې عوامي پارټې او نيشنل پارټي پشمول د اپوزيشن نور غړي به هم شرکت کوي
آل پارټيز کانفرنس به نن سحر يولس بجے نه شروع کيږي کوم به چې د ماښامه پورې جاري وي،اے پي سي کښې به د حکومت خلاف تحريک چلولو په حواله مشاورت کولې شي
د پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بهټو زرداري به نن کيدونکے آل پارټيز کانفرنس کښې ګډون کوي يا نه؟ د دے فيصله تر اوسه نه دے شوي، خو پيپلز پارټي اے پي سي کښې شرکت لپاره پينځه کيسزه وفد اعلان کړيدے
د پيپلزپارټي لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلې شوي دي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرې کښې نن رابللې شوې اے پي سي کښې به د پيپلزپارټي پينځه کسيزه وفد شرکت کولې شې، وفد کښې يوسف رضا ګيلانې، رضا ربانې، نيئر حسين بخاري ،شيري رحمان او فرحت الله بابر شامل دي
فرحت الله بابر اوئيل چې اے پي سي کښې د بلاول بهټو زرداري شرکت لپاره نن پارليمانې پارټي اجلاس طلب کړي شويدے، اجلاس به سحر لس بجے پارليمنټ هاؤس کښې وي، اجلاس کښې به د بلاول شرکت په اړه فيصله کولې شي
د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف او نائب صدر مريم نواز په مشري کښې به لس کسيزه وفد نن په اسلام آباد کښې کيدونکے اے پي سي کښې شرکت کوي، وفد کښي شاهد خاقان عباسې، احسن اقبال او د څلورو واړو صوبو صدور هم شامل دې
ذرائعو ترمخه اے پي سي کښې شرکت لپاره مسلم ليګ ن هم لس کسيزه وفد اعلان کړيدے، چې مشرې به ئي د ن ليګ صدر شهبازشريف او نائب صدر مريم نواز کوي
ن ليګ وفد کښې شاهد خاقان عباسې، احسن اقبال نه علاوه د څلور واړو صوبو صدور هم شامل کړي شويدي، خيبرپختونخوا نه امير مقام، بلوچستان نه عبدالقادر بلوچ، سند نه شاه محمد شاه او د پنجاب صدر رانا ثناالله هم په وفد کښې شامل دې، ولې د مسلم ليګ ن صدر راجه ظفر الحق به د وفد برخه وه