د اپوزيشن ډلو آل پارټيز کانفرنس کښې بلوچستان نيشنل پارټي(مينګل) ګډون نه کوي

0
49

د اپوزيشن ډلو آل پارټيز کانفرنس کښې بلوچستان نيشنل پارټي(مينګل) ګروپ ګډون نه کوي،ذرائع وائي چې حکومت بي اين پي رضا کولو کښې کامياب شويدے او وزيراعظم عمران خان سره د اختر مينګل په مشرۍ کښې د پارټۍ وفد نن ملاقات هم کوي
د ذريعو ترمخه جهانګير ترين د کوششونو په نتيجه کښې حکومت د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اختر مينګل رضا کولو کښې کامياب شويدے او بي اين پي د بجټ منظورولو کښې د حکومت ملاټر کولو ته رضامندي ښودلي ده
دغه رنګ د بي اين پي هيڅ يو وفدهم د مولانا فضل الرحمان لخوا رابللي شوي آل پارټيز کانفرنس کښې ګډون نه کوي
ذرائع زياتوي چې اے پي سي کښې شرکت نه کولو فيصله د پارټۍ مشاورتي غونډې کښې شوېده او اختر مينګل په مشرۍ کښې وفد نن د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کوي چې پکښې به د بي اين پي شپږ نکاتي ايجنډا او په دې شوي عمل درآمد په معاملو خبرې کيږي