د اے اين پى شازيه اورنګزيب مسلم ليګ ن کښې شامله شوې ده

د عوامى نيشنل پارټۍ صوبائى مشرې او  پخوانې ايم پى اے شازيه اورنګ زيب په  باقاعده  توګه مسلم ليګ ن کښي شامله شوې ده ، شازيه اورنګ زيب داے اين پي موجوده قيادت نااهله ګرځولے او زياته کړي ئې ده چې موجوده وخت کښي مسلم ليګ ن داولس سهي ترجماني کوي

پيښور پريس کلب کښي خبري غونډي ته دوينا په وخت شازيه اورنګ زيب ووئيل چې ن ليګ دپاکستان داولس ترجماني کوي دا يواځينۍ ډله ده چې تر اوسه ئې په سياسي اصولو سودا بازي نۀ ده کړې هغي زياته کړه چې عوامي نشنل پارټۍ اوموجوده قيادت نه اولس او دپارټۍ ورکران مايوسه دي شازيه اورنګ زيب الزام لګولے دے چې اے اين پي کښې ډير اختلاف موجود دے او ددي مشران ديو بل په ضد سازشونه کوي خبري غونډي ته د ن ليګ صوبائي صدر امير مقام ووئيل چې دموجوده حکومت په ضد مسلم ليګ ن ميدان ته راوتے او اوميد ئې څرګند کړو چې ډير زر به دسليکټيډ حکومت نه اولس خلاصوي