د اے وى ټى چېنلز نيټ ورک مينجمنټ او کارمندانو لطرفه ټولو مسلمانانو ته د اختر مومبارکى

د ملک مختلفو سيمو کښې د شوال سپوږمئ په نظر راغلي ده ، ملک کښې به نن وړوکې اختر مذهبي جوش او جذبې سره نمانځلې کيږي ،  اے وي ټي چينلز ټولو مسلمانانو ته د وړوکې اختر مبارکي وائي

د مرکزي رويت هلال کميټۍ اوږد اجلاس په اسلام آباد کښې وشو ، اجلاس نه پس پريس کانفرنس په وخت چئيرمين موالانا عبدالخبير آزاد اووئيل چه د ټول پاکستان نه شهادتونه موصول شو ، په ځنې ځايونو کښې آسمان صفا نه وو ۔

د هغوئ وينا وه چه د چمن ، قلعه سيف الله ، پسني ، پيښور او سنده نه شهادتونه راغلي دي ، د شهادتونو راتلو نه پس دا فيصله وشوه چه يکم شوال مکرم څوارلس سوه دوه څلويښت  هجري به په ديارلسمه مئي دوه زره يوويشت ، جمعرات په ورځ وي ۔

اے وي ټي چينلز خپلو ټولو کتونکو او د نړۍ مسلمانانو ته د وړوکي اختر مبارکي وائي