د بارانونو او زلزلی د نقصاناتو تفصیلات جاری

پی ډی ایم ای د تیرو څليریشت ګهنټو د بارانونو او زلزلی د نقصاناتو تفصیلات جاری کړی،د پی ډی ایم ای د اعلامیه ترمخه دوه تنان مړه شوی او څلور کورونو ته جزوی نقصان رسیدلی په خیبرپختونخوا کښی پی ډی ایم ای د تیرو څلور ویشت ګهنټو د بارانونو او زلزلی د نقصاناتو تفصیلات جاری کړی،د پی ډی ایم ای د اعلامیه ترمخه یو تن په لکیمروت کښی د زلزلی او بل په نوښار کښی د تیز باران له وجی په حق رسیدلی دی،د بارانونو او زلزلی له وجی څلور کورونو ته جزوی نقصان رسیدلی دی،د پی ډی ایم ای ترجمان وئیلی دی چی د وزیراعلی محمودخان په هدایاتو متعلقه انتظامیه ته احکامات جاری کړی شوی چی په فوری توګه دی د بحالی کارونه شروع کړی شی او اولس دی په هر قیسمه هنګامی حالاتو کښی دی د پی ډی ایم ای سره 1700 هیلپ لائن رابطه کوی