د بارانونو او زمکه خويدو په وجه د تيرو يولس ورځو راهسي شاهراه قراقرم په مختلف ځاينو کښې بند دے

0
44

د بارانونو او زمکه خويدو په وجه د تيرو يولس ورځو راهسي شاهراه قراقرم په مختلف ځاينو کښې بند دے او د سړک کليئر کولو لپاره امدادي هلي ځلي رواني دي کومي چې د باران له امله د سست روۍ ښکار دي 

د ايف ډبليو او ذريعو نه ترلاسه شوي معلوماتو ترمخه بشام او چکيسر پشمول نورو ځاينو کښې رابطه سړکونه د باران په وجه بند شوي
دغه رنګه د باران او لينډ سلائيډنګ له امله د کوهستان هربن سيمي نه علاوه شاهراه قراقرم په نورو ځاينو کښې هم د تيرو يولس ورځو نه بند دے 
د دي نه علاوه ګلګت سکردو روډ بندش په وجه هنزه او نورو سيمو کښې راګير شوي سيلګري او مقامي خلق د پاک پوځ هيلي کاپټرو په ذريعه محفوظو سيمو ته منتقل کړې شويدي 
د لاري بنديدو په وجه ګلګت سکردو او نورو ضلعو کښې د غنمو پشمول خوراکي مواد او دوايانو قلت راپيده شويدي ولي پټروليم مصنوعاتو ختميدو له امله پټرول پمپونو ته هم تالي لګيدلې دي او چرته چې پيټرول او ډيزلو ميلاويږې د هغي په نرخونو کښې شپيته فيصده اضافه شويده 
په دغه ټولو سيمو کښې امدادي هلي رواني دے ولي د وقفے وقفے باران په وجه د بحالۍ کارونو کښې مشکلات رامخي ته دي