د بارانونو په وجه شاهراه قراقرم دهرقسمه ټريفک دپاره بند ده

0
107
په ګلګت بلتستان کښې  د اوسنى  بارانونو په وجه شاهراه قراقرم په څلويښت مختلفو ځايونو د هرقسمه ټريفک دپاره بند دے چې په وجه ئې په ګلګت بلتستان کښې  د خوراک څښکاک څيزونو سره د پټروليم مصنوعاتو  هم  قلت پيدا شوېدې
صوبائى حکومت وينا ترمخه روډ په بحالۍ کښې پنځلس ورځو پورې لګيدې شى
د دې سره تير د يوې هفتې نه بجلى هم معطل ده او واټرچينل متاثره کيدو له وجے په ټول ګلګت بلتستان دا څښکلو اوبه هم کمې شوى دى
بل طرفته حکومت راګير شوى مسافرو او سيلګرو دپاره هيلى کاپټر او سى ون تهرټى سروس هم شورو شوېدے 
په هنزه ګلګت کښې ګهير شوى غيرملکى او ملکى سيلګرو سره مريضان د هيلى کاپټر او سى ون تهرټى په خصوصى پروازونو کښې اسلام آباد ته رسولې شوى دى
صوبائى حکومت  وائى  چې د څو پورې ټول مسافر او سيلګر خپل خپل علاقو ته نه ئې رسولے شوې فضائى سروس به جارى وى
د محکمه موسمياتو د وينا ترمخه د بارانونو سلسله به د ګل ورځې پورې جارى وى او دې علاقو کښې نور لينډسلائيډنګ هم کيدې شى
په حاليه واقعاتو کښې تراوسه په ګلګت بلتستان کښې پنځلس کسان په حق رسيدلى دى او په درځنونو ژوبل شوى دى