د بالي ووډ نامتو اداکار عرفان خان د نيورو انډوکرائن ټيومر رنځ کښې اخته شويدے

0
56

د بالي ووډ نامتو اداکار عرفان خان د نيورو انډوکرائن ټيومر رنځ کښې اخته شويدے ، د دې خبرې انکشاف عرفان خان په خپله په سوشل ويب سائټ ټوئټر باندې کړيدے
دا جان ليوا بيماري د انسان په بدن کښې هغه خلئې متاثره کوي کومې چې د وينې په بهاو کښې هارمونز پيدا کوي ، عرفان خان د خپلې بيمارۍ په حواله نور تفصيل نه دے شيئر کړے ، د دې نه وړاندې په شپږم مارچ په يو ټويټ کښې اداکار مختصر ليکلي وو چې هغه په نايابه بيمارۍ کښې اموخته شوے
عرفان خان د بالي ووډ او هالي ووډ په يوشمېر فلمونو کښې کار کړے چې پکښې پيکو،مقبول،حاصل،لائف آف پائي،جراسک ورلډ،سلم ډاګ ملينيئر،دي ايميزنګ سپائيډر مين او ځينې نور فلمونه شامل دي
عرفان خان په دوه زره ديارلس کښې قومي فلم ايوارډ حاصل کړے وو، هم په دغه کال کانزفلم فيسټيول کښې د فلم لنچ باکس په عوام کښې د پسنديده فلم ايوارډ هم حاصل کړے وو ، لنچ باکس واحد بهارتي فلم وو کوم چې په دغه کال لندن فلم فيسټيول مقابلو کښې شامل شوے وو