د بجلۍ نرخ کښې فى يونټ دوه روپے نه سيوا نورې اضافې امکان

د بجلۍ نرخ کښې فى يونټ دوه روپے نه سيوا نورې اضافې امکان، دې حوالې سره سي پي پي اے طرف نه ليږلې شوې درخواست باندې به نيپرا په اوه ويشتم اکتوبر فيصله کوي

د سينټرل پاور پرچيزنګ ايجنسۍ طرف نه نيپرا ته ليږلې شوې سمرې کښې دبجلۍ نرخ کښې يونټ په سر دوه روپے پنځه شپيته پيسے اضافه کولو خواست شوېدے سي پي پي اے سمرۍ کښې دريز خپل کړې چې ستمبر مياشت کښې د اوبو نه شپږ ديرش اعشاريه دوه فيصده او سکَرو نه اوولس اعشاريه پنځه فيصده بجلي پيدا کړې شويده سمرۍ کښې دا هم وئيلي شوي چې د مقامي ګيس نه اته اعشاريه نهه فيصد او درآمدي ايل اين جي نه اتلس اعشاريه نورلس فيصده بجلي پيدا کړې شويده سمرۍ ترمخه دې دوران د ګران فرنس آئل نه د پيدا شوې بجلۍ لاګت نورلس روپے دري ويشت پيسے في يونټ وو نيشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتهارټي يعنې نيپرا طرف نه جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي چې په دغه درخواست به په اوه ويشتم اکتوبر سماعت نه پس فيصله کولې شي