د بحيره احمر په ساحل د قطر، سعودى عرب او امارات مشرانو ملاقات

د بحيره احمر په ساحل د قطر، سعودى عرب او امارات مشرانو ترمينځه غيررسمى ملاقات شوې او ملاقات دوران د درې واړه ملکونو په موجوده حالاتو خبرې اترې شويدى
تفصيلاتو ترمخه د بحيره احمر په ساحل شوې د درې ملکونو مشرانو ملاقات نه پس په ټوئټر يو تصوير جارى شوې په ټويټر جارى شوې تصوير کښې امير قطر شيخ تميم، سعوى عرب ولى عهد شهزاده محمد بن سلمان او اماراتى مشير قومى سلامتيا شيخ تهنون درې واړه په خوشګوار موډ کښې وو ،درې واړه مشرانو شرټس اچولى وو او په مخونو ئې خندا وه په ټويټر جارى شوې تصوير نه دا اندازه لګى چې د قطر، سعودى عرب او اماراتو ترمينځه تعلقات ښه شوى دى وئيلى کيږى چې مشرانو ملاقات دوران خپل مينځى اختلافات ختمولو او تعلقات ښه کولو باندې زور راوړې شوې د عرب امارات قامى سلامتيا مشير ، قطرى امير او سعودى عرب ولى عهد غيررسمى ملاقات کړې چې په موجوده حالاتو خبرې شويدى ياده دې وى چې د قطر او خليجى ملکونو ترمينځه کال دوه زره اوولس کښې سفارتى کړکيچ وروستوتعلقات خراب شوى وو، ولې وس دغه اړيکې دوباره بحاليدو په لار روان دى