د بدلون سرکار د ميرټ برعکس ئي د سوات بورډد عبوري چئيرمين تعيناتي نوټيفيکشن جارے کړے

0
19
محکمه صحت د ګل په ورځ د افسرانو چهټي درخواستونه مسترد کړي

د بدلون سرکار سوات کښې ميرټ جنازه وستلي او د ميرټ برعکس ئي د سوات بورډد عبوري چئيرمين تعيناتي نوټيفيکشن جارے کړے
دانصاف او ميرټ دوعوه کونکو په خپله د ميرټ او انصاف قتل کړے او د ميرټ برعکس ئي دسوات بورډ د ګريډ نولسم سنير افيسر نظر انداز کړے او د ګريډاولسم جونيئر افيسرعبوري چئيرمين تعينات کړے
دزرائع مطابق د ګريډ اولسم جونئير افيسر عمر حسين د صوبائي وزيرانو په اثر رسوخ اوخوشامدي لپاره دګريډ شلم په پوسټ تعينات کړے کوم چي د ميرټ بلادستي ژوندے مثا ل دے
دغه رنګ عمرحسين د ګريډ اتلسم په پوسټ د تير يو کال نه بحثيت ئممقام کنټرول تعينات کړے شوے ولي د يو کال نه سيوا وخت تيريدو باوجود تردي دمه د کنټرولر تعيناتي هم په عمل کښې نه ده رواستي شوے
د ميرټ او انصاف دعوه کونکو خلاف د ګريډ نولسم سنير افيسر حضرت رحمن دانصاف لپاره عدالت کښې دغه فيصلے خلاف رټ داخل کړې او د صوبائي حکومت دغه اقدام ئي پښاور هائي کورټ مينګوره بنچ کښې چلينج کړې