د برطانيې تحقيقاتي ادارې سکاټ لينډيارډ د ايم کيوايم مشر الطاف حسين ګرفتارکړے

0
66

د برطانيې تحقيقاتي ادارې سکاټ لينډيارډ د ايم کيوايم مشر الطاف حسين ګرفتارکړے،ميټرو پوليټن پوليس وائي چې الطاف حسين درې کاله وړاندې نفرت انګيز تقريرونو په الزام کښې نيولے شويدے،بلخوا وزيرداخله وئيلي چې الطاف حسين د برطانيې ادارو نيولے او هغوي به ترې تفتيش کوي
ميټروپوليټن پوليسوپه خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې تحقيقاتي ادارې سکاټ لينډيارډسحر وختي د باني ايم کيوايم په کورچهاپه وهلې او دې دوران ئې الطاف حسين په حراست کښې اخستے،د ګرفتارۍ وروستو هغه مقامي پوليس سټيشن ته منتقل کړےشويدے،ميټرو پوليټن پوليس وائي چې باني ايم کيوايم درې کاله وړاندې د ټيلي فون په ذريعه نفرت انګيزتقرير کړےوو،د تقرير وروستو د هغه خلاف کيس فائل شوے وو او تحقيقات سرته رسيدو باندې د هغۀ ګرفتاري په عمل کښې راغلې ده،د الطاف حسين ګرفتارۍ حوالې سره برطانيې پاکستاني حکام هم خبر کړيدي
بلخواوفاقي وزيرداخله اعجازشاه د الطاف حسين ګرفتارۍ په حواله خپل بيان کښې وئيلي چې باني ايم کيو د برطانيې اوسيدونکے دےاو د هغه ځائے ادارو نيولے،او هغوي به ترې تحقيقات کوي،زمونږ د دې سره هيڅ تعلق نشته،وزيرداخله داهم وئيلي چې د الطاف حسين حوالګۍ لپاره د حکومت انټرپول سره د رابطې هيڅ اراده في الحال نشته