د بلبل موسيقى لتا منګيشکر اخرى رسومات ادا، د لتا مړي ته ګارډ اف انر ورکړي شوي،په تابوت باندي بهارتي ترنګا غوړولي شوي وه، وزيراعظم نريندر مودي اخري رسومات کي ګډون کړي، باليوډ سټار اميتابچن ، دهرميندراو وحيده بانو د لتا کور ته تلي، او د هغي اهلخانه سره ئي تعزيت کړي
لتا منګيشکر اخري رسومات رياست مهاراشټرا کي ادا شوي، په دغه موقع د لتا جي مړي ته ګارډ اف انر وړاندي کړي شوي وو، په تابوت باندي بهارتي جهنډا ترنګا غوړولي شوي وه، اخري رسومات کي په لوئي شمير کي د لتا ميناوالو شرکت کړي، وزيراعظم نريندر مودي هم لتا جي ته خراج عقيدت پيش کولو لپاره اخري رسومات کي ګډون کړے، په دغه موقع بهارتي فلم انډسټري کي کارکونکي اداکاران، ګلوکاران، پروډيوسران او ډائرکټران هم موجود وو، د لتا اخري رسومات په موقع ډير جذباتي مناظر ليدلي شوي ، اخري رسومات کي موجود هر تن په زړه کي د لتا نغمے او په سترګو کي اوخکي وي،