د بلديه فيکټري پيښه منظم منصوبه بندي لاندې ترهه ګرې واقعه وه

د بلديه فيکټري پيښه منظم منصوبه بندي لاندې ترهه ګرې واقعه وه

د لياري ګينګ وار سرغنه عزير بلوچ نه پس د بلديه فيکټري جے آئي ټي رپورټ منظر عام ته راغلې دې، رپورټ کښې وئيلي شوي چې شل کروړه روپے بهته نه ورکولو باندې بلديه فيکټري ته اوور لګولې شوې دې، د بلديه فيکټري پيښه منظم منصوبه بندي لاندې ترهه ګرې واقعه وه، چې په کښې حماد صديقي او رحمان بهوله ملوث وو
د سانحه بلديه فيکټري جے آئي ټي رپورټ کښې انکشاف شويدې چې سانحه بلديه فيکټرې پيښه د منظم منصوبه بندې لاندې ترهه ګرې واقعه وه، شل کروړه روپے بهته نه ورکولو باندې فيکټرې ته اوور لګولې شوې وو چې په کښې د حماد صديقي او رحمان بهوله لاس وو
رپورټ کښې وئيلي شوېدي چې فيکټرې انتظامي امور کښې د ايم کيو ايم بلديه سيکټر اثر و رسوخ وو، بلديه سيکټر خلکو به مختلف طريقو سره بهته غوښتله،بلديه فيکټرې سانحه نه وړاندې د ايم کيو ايم بلديه ټاؤن سيکټر انچارج رحمان بهوله فيکټرې ته راغلې وو، او هغه د ټي سي انچارج حماد صديقي په نوم پينځاويشت کروړه روپے بهته غوښتې وه
رپورټ کښې انکشاف شوې چې فيکټرې کيس د ړومبې ورځې نه داسې چلولې شوې چې ککړ ډلې ته فائده اورسې او د ترهه ګرې پيښه ئي ايف آئي ار کښې داسې پيش کړې وه چې څنګه عام قتل واقعه شوې وي
رپورټ مطابق دا دباؤ زير اثر پوليسو د بلديه فيکټرې پيښې کيس جانبدارانه انداز کښې چلولې
جے آئي ټي د سانحه بلديه فيکټړي نوې ايف آئي آر درج کولو سفارش کړې، ولې سانحه کښې رحمان بهوله، حماد صديقي او زبير چريه پشمول نور شامله ولو نه علاوه ګواهانو ته تحفظ فراهم کولو هم سفارش کړېدي
واضحه دې وي چې د بلديه ټيکسټائل فيکټري کښې ستمبر کال دوه زره دولسم کښې اوور لګولې شوې وو چې په کښې دوه سوه پنځوس نه سيوا کسان ژوندې زوځولې شوي وو
دسمبر کال دوه زره شپاړسم کښې د بلديه فيکټرې کيس کښې ککړ ملزم رحمان عرف بهوله د انټړپول په ذريعه بينکاک نه ګرفتار کړې شوې وو او هغه اعتراف کړې وو چې د حماد صيدقي په وينه هغه بلديه فيکټرې ته اوور لګولې وو، چې له روستو کال دوه زره اوولسم کښې د سانحه بلديه فيکټرې مرکزې ملزم حماد صديقي هم دبئي نه ګرفتار کړې شو#