د بلوچستان اسمبلۍ اجلاس په ديارلسم اګست روبلل شوي

0
16
د بلوچستان اسمبلۍ اجلاس په ديارلسم اګست روبلل شوي

د بلوچستان اسمبلۍ اجلاس رابللو لپاره سمري ګورنر بلوچستان محمد خان اچکزي ته استول شوے ده ، امکان دی چي د بلوچستان اسمبلي اجلاس ديارلسم اګست ته روبلل شي
د ذرائع په وينا اجلاس کښي به د سهار لخوا نومنتخب ارکان صوبائي اسمبلي نه اسپيکرراحيله حميد درانۍ حلف اخلي او د ماښام اجلاس کښي به اسپيکر انتخاب کړل شي ، د نومنتخب اسپيکر نه به راحيله حميد درانۍ حلف اخلي او کرسۍ به دهغه حواله کوي ،روسته به د نوي اسپيکر په نګراني کښي د ډپټي اسپيکر اليکشن ترسره کړل شي او د قائد ايوان انتخاب به په عمل کښي راوستل شي