د بلوچستان اسمبلې اپوزيشن اراکينو د وزيراعلى جام کمال خلاف تحريک عدم اعتماد جمع کړې

د بلوچستان اسمبلې اپوزيشن اراکينو د وزيراعلې جام کمال خلاف تحريک عدم اعتماد جمع کړې، اپوزيشن اراکين وائي چې په صوبه کښې د بدامنې، کرپشن، لوټ مار بازار ګرم دې، جام کمال ته د حکومت کولو هيڅ حق نيشته، بلخوا بلوچستان حکومت ترجمان وائي چې تحريک عدم اعتماد جمع کول د اپوزيشن حق دے خو مطلونه تعداد دے هم راوړي

بلوچستان کښې اپوزيشن اراکينو د وزيراعلي جام کمال خلاف تحريک عدم اعتماد سيکرټړي اسمبلې ته جمع کړېدې، چې پرې شپاړس اسمبلې اراکينو لاس ليک کړېدې اپوزيشن اراکين وائي چې جام کمال چې کومه کارکردګې ښائيلې په هغه وزيراعلي ته د حکومت کولو حق نيشته، صوبه کښې بدامني، کرپشن او لوټ مار بازار ګرم دې اپوزيشن دعوا کړې چې تحريک عدم اعتماد په ورځ به ټول نمبر پوره شي، اوو ورځو کښې دننه به په تحريک غونډه رابللې شي، او په هغه ورځ به ټول مطلوبه نمبر پوره کړې شي بلخوا بلوچستان حکومت ترجمان لياقت شاهواني وئيلي دي چې عدم اعتماد تحريک جمع کول د اپوزيشن حق دے خومطلوبه نمبر دے هم پوره کړې شي، تحريک عدم اعتماد کې به اپوزيشن پاتې راشي څرګنده دې وي چې بلوچستان کښې د بلوچستان عوامي پارټې (باپ) او تحريک انصاف اتحادي حکومت دے