د بلوچستان اورماړه علاقه کښې د ترهه ګرو د شناختي کارډونو چيک کولو نه پس څوارلس مسافر وژلي دي

A Frontier Corp officer and rescue workers move the body of a victim, who was killed by unidentified gunmen, to a hospital in Quetta, located in Pakistan's Baluchistan province, August 14, 2010. Gunmen killed six workers in southwestern Pakistan in the second apparent ethnic-based attack of the day, Pakistan's Dawn News reported on Saturday. REUTERS/Rizwan Saeed (PAKISTAN)

د بلوچستان اورماړه علاقه کښې هائي وے باندې د ترهه ګرۍ افسوسناک واقعه رامخې ته شوے،شرخوښو د مسافرو ډک بسونه اورولي،د شناختي کارډونو چيک کولو نه پس ئې څوارلس مسافر وژلي،د وژلو نه وړاندې د مسافرو لاسونه هم تړلي شوي وو
ترهګر په تښتيدو کې بريالئ شوي دي. د پيښي پلتټنې پيل شوي دي
وزيراعظم عمران خان د ترهګرې واقعې غندنه کړې او متعلقه چارواکو نه ئې رپورټ طلب کړې دے،وزيراطلاعات فواد چوهدرې وائې چې ترهګرې وسنۍ پيښو ذمه وار خلک به د عبرت نښه جوړه ولې شې ،وزيراعلې بلوچستان هم د پيښې مذمت کړې دے
وزيراعظم عمران خان مکران کوسټل هائې وے باندې د څوارلس کسانو بے دردې سره قتل مذمت کړې او متاثره کورنيو سره ئې غمرازې ښکاره کړے ده
وزيراعظم عمران خان وئيلې چې پيښه کښې بے ګناه خلک په نښه کړې شوېدې، او دے کښې ککړ کسانو ته به سخته سزا ورکولې شې
وزيراطلاعات فواد چوهدرې خپل يو ټويټ کښې وئيلې چې پيښور حيات آباد واقعه،کوئټه کښې په هزاره بردارې حمله او وس کوسټل هائې باندې پيښه د ترهګرې منظم واقعات دې،مونږ د ترهګرې خلاف جنګ کښې لوئې قربانې ورکړې خو دغه جنګ له ختم شوې نه دے،انشا الله دے ټولو واقعاتو کښې ککړ کسان به د عبرت نښه جوړولې شې
د بلوچستان وزيراعلې جام کمال هم د کوسټل هائې وے واقعې مذمت کړې او وئيلې دې چې ځنې کسان د بهر ملکې طاقتونو خوشحالولو لپاره هم د خپل خلکو وينا تويوې