د بلوچستان ضلع پنجګور کښې دهشتګردو په ډزو کښې دوه سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلي

د بلوچستان ضلع پنجګور کښې دهشتګرو په سيکيورټي فورسز ډزې کړي ، فائرنګ کښې دوه اهلکار په حق رسيدلي ، جوابي کاروائۍ کښې درې دهشتګرد وژلے شوي ، دوه ژوندي نيولے شوي
د سيکيورټي چارواکو د وينا مطابق د مسافرو يو بس چې د پنجګور نه تربت ته روان وو چې په لار کښې په سيکيورټي چيک پوسټ موجود اهلکارو ورته د اودريدو اشاره اوکړه ، چې سمدستي پرې بس کښې موجود ترهه ګرو ډزې شورو کړې
د سيکيورټي چارواکو په وينا د ترهه ګرو په ډزو کښې دوه اهلکاران په حق رسيدلي ولې په جوابي کاروائۍ کښې درې دهشتګرد وژلے شوي او دوه ژوندي نيولے شوي
د امنيتي ادارو مطابق د ترهه ګرو تعلق د کالعدم تنظيم سره دے او پکښې د دوو کسانو تعلق د کراچۍ سره دے