د بلوچستان عوامي پارټي غړي سرفراز بګټي اووه د يرش ووټونو سره سينيټر منتخب کړي شوې

0
25
سرفراز بګټي

په بلوچستان کښې د سينټ خالي نشست باندي اليکشن شويدې، د سينټ انتخاب لپاره د څلور اميدوارانو تر مينځه مقابله تر سره شوي، کوم کښې چې د بلوچستان عوامي پارټي غړي سرفراز بګټي اووه د يرش ووټونو سره سينيټر منتخب کړي شوې
ياده دي وي چي د ن ليګ پخواني سينيټر نعمت الله زهري جنرل اليکشن کښې کاميابۍ وروستو سينيټ ته استعفي ورکړې وه چي د بلوچستان يو نشست خالي وو، په بلوچستان کښې د سينيټ لپاره د متحده مجلس عمل لخوا رحمت الله کاکړ، بلوچستان عوامي پارټي لخوا سرفراز بګټي، د بلوچستان نيشنل پارټي لخوا ساجد ترين ايډوکيټ او پخواني نګران وزيراعلي علاوالدين مري هم ولاړ وو
د بلوچستان اسمبلي پينځه شپيته غړو کښې به يو شپيته غړو ووټ کاسټ کوي، خو د ووټينګ د ټاکل شوي وخت پوري اووه پنځوس اراکينو خپل ووټ کاسټ کړي، چي پکښې د متحده مجلس عمل اميدوار رحمت الله شل ووټ ووټونه او پخواني وزيرداخله بلوچستان سرفراز بګټي اووه ديرش ووټونه اخيستي او سينيټر منتخب شوې،سرفراز بګټي ته د اتحادي جماعتونه حمايت حاصل وو