د بلوچستان لورالائي علاقه کي ترهګرو په پوليس لاين بريد کړے،

د بلوچستان لورالائي علاقه کي ترهګرو په پوليس لاين بريد کړے، پوليس لاين کي نن د بي ون امتحان کيدو، د ترهګرو او پوليس ترمينځه د ډزو تبادله شوي، چي پکي يو ترهګر وژلے شوے، دوه ترهګرو خپل ځان الوزولے، د دهشتګردو په فائرنګ کي يو پوليس اهلکار شهيد او څلور نور ژوبل شوي، ، وزيراعلي بلوچستان جام کمال د واقعے مذمت کړے، وزير اعلي ويلي چي د فورسز قرباني به تل ياد ساتلے شي، شر ښوخي به چري هم خپل ناپاک عزائم کي کامياب نشي،
وزير اعلي بلوچستان جام کمال خان لورلائ پوليس لائن باندي د تر هګرۍ د حملے په کلکو ټکو غندلې دي او ويلي دي چي پوليس اهلکارانو په دليرۍ باندي د د ترهګرۍ پيښه ناکمه کړے ده.
وزيراعلي بلوچستان جام کمال پيښه کې شهيد شوي اهلکارا او ژوبل کسان باندي د دکه او غم رازي اظهار کړے، هغه زياته کړے چي د پوليس مکمل او بهر پور ردعمل دا ثابته کړه چي زمونژ سيکيورټي ادارے د هر قسمه صورتحال څخه ژغورولو ته تيار دي. وزير اعلي بلوچستان جام کمال خان لورلائ پوليس لائن باندي د تر هګرۍ د حملے په کلکو ټکو غندلې دي او ويلي دي چي پوليس اهلکارانو په دليرۍ باندي د د ترهګرۍ پيښه ناکمه کړے ده. وزيراعلي زياته کړے چي د ترهګرۍ خاتمه کې زمونذ عزم پوخ دي. او د پوليس قرباني ناقابل فراموش دي. وزيراعلي د شهيد او ژوبل کسانو له کورني سره د غم اظهار کړے دي. ياده دي وي د لورلائ پوليس لائن باندي د ترهګرو بريد کې يو پوليس اهلکار شهيد شوي او د اے ايس پي پشمول څلور پينځه کسان ژوبل شوي دي.