د بلوچستان وزيراعلى جام کمال د وزيراعظم سره د ملاقات امکان

د بلوچستان وزيراعلي جام کمال وئيلي دي چې نن وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کيدې شې، پي ټي آئي اتحادي جماعت دے هيله لرم چې زمه مرسته به کوي، هغه تور لګولې چې څو ارکان د پي ډي ايم سره بلوچستان حکومت نسکوره وي
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو پرمهال بلو چستان وزيراعلې جام کمال اوئيل چې مونږ وفاق کښې تحريک انصاف سره او هغه صوبه کښې مونږ سره ولاړ دي، پي ټي آئي اتحادي جماعت دے هيله لرم چې زمه مرسته به کوي، هغه تور لګولې چې څو ارکان د پي ډي ايم سره بلوچستان حکومت نسکوره وي جام کمال اوئيل چې خفا اراکين مسئلې حل کول نه غواړي، په بلوچستان کښې عدم استحکام څوک هم نه غواړي، په تحريک عدم اعتماد څوارلس اراکينو لاس ليک کړې او پريس کانفرنس کښې شپږ اراکين موجود وي