د بلوچستان ټوبو ګيچک سيمه کښې د سيکورټى فورسز په ګاډى بمى حمله شوې،يو اهلکار شهيد

د پاک فوځ يو بل ځوان د پاکستان په خاوره ځان قربان کړو، د بلوچستان ټوبو ګيچک سيمه کښې د سيکيورټي فورسز ګاډي باندې بمي چاودنه شوې چې پکښې کيپټن کاشف شهيد او دو نور اهلکار ژوبل شويدي ، بلخوا د شمالي وزيرستان بويا سيمه کښې امنيتي ځواکونو عملياتو پرمهال يو ترهه ګر وژلې دې

آئي ايس پي آر وينا ترمخه د بلوچستان بوټو ګيچک سيمه کښې د پوځ يو ګاډے بارودي سرنګ سره جنګيدلې ، پېښه کښې د پاک پوځ يو افسر کيپټن کاشف شهيد او دوه نور اهلکاران ژوبل شوي دي، د پېښې وروستو سيکيورټي فورسز سيمه خپله ولقه کښې اخستې په لويې کچ ئې په لټوني عملياتو لاس پورې کړې بلخوا د شمالي وزيرستان بويا سيمه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواکونو کاروائي کړې، دې دوران د ډزو بدلون کښې يو ترهه ګر وژلې شوېدې