د بلوچستان په بيلابيلو ضلعو کښي د بارانونو سلسله روانه ده

0
10
د بلوچستان په بيلابيلو ضلعو کښي د بارانونو سلسله روانه ده

د کوئټي په شمول د بلوچستان په بيلابيلو ضلعو کښي د بارانونو سلسله روانه ده ، د باراني اوبو له کبله د ډيرو سيمورابطے له ښارنونه پرے شوي دي ، ګنړشمير سيموکښي د بجلي په شمول ټيليفون او نيټ رابطے هم پرے شوي دي
نصيراباد ډويژن کښي شامل ضلع جهل مګسي ،کچهي ، جعفراباد،صحبت پور،ډيره مراد جمالي،ډيره الله يار او نوضلعو کښي طوفاني بارانونوپه لکهونوايکړمځه باندي د زميندارانود غنم فصلونو ته زيان اړولی دی
نصيراباد ډويژن په بلا بيلو سيموکښي باراني اوبه په کونو ننوتي دي اوګنړشمير کچه کورونه يې نړولي دي چي پکي ګنړ شمير خلګ ژوبل شوي هم دي
موسۍٰ خيل او بلوچستان نوري سيمو لاري يو ځای کولونيم پوخته سړک تنګ ندي باندي جوړکړل شوي پل سيلابي اوبو وړی دی چي له کبله د درو تحصيلونو سره رابطے پرے شوي دي
بل لور ته د بلوچستان بولان بي بي ناني ندي سيمه کښي ديوے کورنۍ شپږ سيلاني ماشومان په اوبو کښي بند پاته شوي دي او يو ماشوم د اوبو تيزو څپق وړی دی
د مدد کولو لپاره ايف سي او ليويز فورس موقع ته رسيدلي دي چي په اوبو کښي بند پاته اوه ماشومان له اوبونه راوباسي د سيمو اوسيدونکو او دانساني حقوق تنظيم د ماشومانو د ژغورني لپاره د حکومت نه د هيلي کاپټر غوښتنه کړے ده
په بلوچستان کښي د روانو بارانونو په لړ کښي پي ډي ايم اے الرټ جاري کړی دی او د بلوچستان پر ټولو سيلاني ځايونو يې دفعه يوسل څلو څلويښت لګولې ده