د بلوچستان په زيارت او ژوب سيمی تر مینځ د زيارت کراس سره نزدې يوه ترافيکي پېښه شوې

د بلوچستان په زيارت او ژوب سيمی تر مینځ د زيارت کراس سره نزدې يوه ترافيکي پېښه شوې چې په نتيجه کې يې په موټر کې سپاره پنځه کسان په موقع مړه شوي دي.
پېښه د یوه بار وړونکي ټرالر او موټر کار ترمنځ شوې ده په نتجه کې په موقع پينځه کسان مړه شوی دی چې په کوم کې درې زنانه او دوا نارینه شامل دي په دغو پنځو مړه شوی کسانو کې ونګ کمانډر بي سي لورالايي ، ډي ايس پي مختيار ملغاني هم شامل دي. او د هغه دوې بچيانې او کور ودانه پکې شامله ده دا پېښه د ډېر سپيډ وهلو او سخت باران له امله رامنځ ته شوې دا ، او تېره ورځ هم په همدې خونړۍ سړک قلعه سیف الله سرا نیزدې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه شوي دي. ياده دې وي چې د بلوچستان سړکونه په ځانګړې توګه نېشنل هائي وے د مرګ څاه ګرځېدلې ده، خو يو حکومت هم په دې سړکونو د ورځنيو مرګونو پېښو ته پام نه دی کړی او نه يې دغه سړکونه دوه اړخيز کړي دي.