د بلوچستان په مختلفو علاقو کښې ډزو کښې درې کسان پحق رسيدلې

ضلع مومند کښي زمکے په تنازعه فائرنګ کښي يو ماشوم مړ او څلور تنان ژوبل شوي

د بلوچستان په مختلفو علاقو کښې ډزې شويدي چې په کښې درې کسان پحق رسيدلې او لس نه سيوا ژوبل شويدي، په حق رسيدلې تنانو کښې د مدرسے امام هم شامل دے
د بلوچستان په مختلفو سيمو کښې د ډزو مخلتف پيښې رامخې ته شوي چي په نتيجه کښې ئي درې کسان پحق رسيدلې او لسو نه سيوا ژوبل شويدي
خضدار سيمه کښې د دوه قبائلو ترمينځه شاخړه شوې چې په کښې يو تن پحق رسيدلې او لس نور ژوبل شويدي
د کوئټه هزاره ټاؤن کښې د نامعلومه کسانو په ډزو کښې نور علي نومې تن پحق رسيدلې دې
بلخواچاغې سيمه کښې هم پاک افغان بارډر سره نژدې ګردې جنګل سيمه کښې په يو مدرسه ډزي شوي،ډزو په نتيجه کښې د مدرسے امام پحق رسيدلې او دوه تنان ژوبل شويدي