د بنويونيورسټئ وائس چانسلر د ګډه ويډيو نه پس د عهدي نه فارغه کړے شوے

پيښور هائيکورټ پي ټي اے ته د بنو يونيورسټي وائس چانسلر ويډيو بلاک کولو حکم کړے

د بنويونيورسټئ وائس چانسلر سيد عابد علي شاه د ګډه ويډيو په سوشل ميډيا وائرل کيدو نه پس ګورنر خيبر پښتونخوا د يونيورسټي وي سي د عهدي نه فارغه کړے دے
د ګورنر خيبر پښتونخوا شاه فرمان ترجمان لخوا جاري شوي بيانيي تر مخه د بنو يونيورسټئ وائس چانسلر سيد عابد علي شاه د عهدي نه فارغه کړے شويدے او د وي سي ذمه دارياني په عارضي توګه پرو وائس چانسلر بنو يونيورسټي سلطان محمود ته حواله کړے شويدي،
په وائس چانسلر عابد علي شاه دا الزام دے چي هغه په يو نامعلومه ځائے کښې د يوي جينئ سره ګډه کړي د کوم په ترس کښې چي ګورنر خيبرپښتونخوا ددي معاملي نوټس اخستے دے او هغه ئي دخپلي عهدي نه فارغه کړيدے
د بيانيي تر مخه ګورنر خيبر پښتونخوا د دي معاملي د انکوائري لپاره دري رکني کميټي قائمه کړيده دغه کميټي به د دي معاملي په اړه ګورنر خيبر پښتونخوا ته په لسو ورځو کښې مکمل رپورټ وړاندي کوي
ګورنر خيبر پښتونخوا د هائيرايجوکيشن سيکرټري ته هم هدايات جاري کړيدي چي ددي معاملي حقائق را برسيره کړي او د دي واقعي مکمل حقيقت ګورنر خيبر پښتونخوا ته پيش کړي،
د بيانيي تر مخه د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان دا هم وئيلي دي چي د وائس چانسلر خلاف به دحتمي رپورټ نه پس د قانون مطابق سخته کاروائي کولے شي،
بلخوا د بنو وائس چانسلر سيد عابد علي شاه د معاملي په اړه دبنو يونيورسټي انتظاميه ترديد کړے وئيلي دي چي د وائس چانسلر خلاف په يونيورسټي کښې لابي جوړه کړے شوه کومه چي وي سي بليک ميل کول غواړي