د بنو جاني خيل تهاني حدودو کښې د خودکش حملي هڅه شنډه کړے شوي

د بنو جاني خيل تهاني حدودو کښې د خودکش حملي هڅه شنډه کړے شوي

د بنو جاني خيل تهاني حدودو کښې د ممکنه خودکش حملي هڅه شنډه کړے شويده او سيکورټي فورسز ممکنه خودکش حمله کښي استعماليدونکے موټر سائيکل خپله ولقه کښې اخستے دے،
د حساس ادارو په اطلاع سيکورټي فورسز تهانه جاني خيل حدودو کښې دغه کاروائي کړيده چي په ترس کښې ئي يو موټر سائيکل برامد کړے شويدے چي پکښې د پنځو نه تر شپږو کلو پوري بارودي مواد نصب کړے شوي وو،
د سيکورټي فورسز وينا مطابق ترهګرو د بکا خيل په سيمه نرمي خيل کښي د ترهګرئ لويه منصوبه جوړه کړي وه په وخت کاروائي باندي سيکورټي فورسز موټر سائيکل خپله ولقه کښې واخستو او د ترهګرئ ممکنه هڅه ئي شنډه کړه،
د بارودي مواد نه ډک موټر سائيکل ولقه کښې اخستو نه پس سيکورټي فورسز خواشاه علاقو کښې دلټوني عمليات پيل کړيدي چي په ترس کښې يو شمير تنان نيولي دي