د بهارتى چيف آف ډيفنس سټاف بپن راوت هيلى کاپټر غورځيدو په پېښه کښې مړ شوې

د بهارتى چيف آف ډيفنس سټاف بپن راوت هيلى کاپټر غورځيدو په پېښه کښې مړ شوې، بهارتي ميډيا ترمخه پيښه کښې هيلي کاپټر کښې سپاره ټول څوارلس کسان مړه شوي، چپکښې د بپن راوت کور ودانه او ډيفنس اسسټنټ هم شامل وو، بهارتي فضائيه لخوا د پيښې لوړ پوړې تحقيقات پيل کړې شوي،
بهارتي ميډيا ترمخه د بهارتي فوج هيلي کاپټر ايم آئي سيون ټين وي فائيف د رياست تامل ناډو کونور هل اسټېشن په ځنګل کښې غورځيدلې وو هيلي کاهټر کښې انډين چيف آف ډيفنس اسټاف بپن راوت پشمول څوارلس کسان موجود وو، دې کسانو کښې د بپن راوت کور ودانه، ډيفنس اسسټنټ او سيکيورټي کمانډوز هم شامل وو، انډين ميډيا ترمخه پيښې کښې سي ډي ايس بپن راوت پشمول ټول څوارلس کسان مړه شوي، انډين فوج تر اوسه د مړه شوي خلکو شناخت نه دې ښودلې، هغوي ترمخه ډي اين اے ټيسټ نه روسته به د ټولو کسانو شناخت به وړاندې کړې شي، بهارتي فضائيه لخوا د انډين تاريخ په دې افسوس ناکې پيښې لوړ پوړې تحقيقاتو آغاز کړې شوي