د بي ار ټي منصوبه تياريدل په زمکه ستوري راکوزول دي

0
46
پيښور هائيکورټ د وزيراعلى لخوا د معاونينو تعيناتى قانونى اوګرځوله

د پيښور بي ارټي منصوبي له وجي متاثره شوي دوکانونو په اړه دکيس سماعت په وخت پي ډي اے لخوا جواب جمع کړے شويدے، عدالت خپل ريمارکس کښې وئيلي دي چي د بي ار ټي منصوبه تياريدل په زمکه ستوري راکوزول دي
پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ جسټس قيصر رشيد او جسټس عبدالشکور د بي ار ټي له وجي متاثره شوي اووه څلويښت دوکانونو په اړه د کيس سماعت په وخت عدالت اظهار برهمي کړيده
عدالت ته د درخواست ګزارانو وکيل اووئيل چي د بي ار ټي منصوبي له وجي اووه څلويښت دوکانونه ړنګ کړے شويدي او لا تر دي دمه د هغي په بدله حکومت دوکاندارانو ته هيڅ قسمه معاوضه نه ده ورکړي،
د درخواست ګزار وکيل محمد عامر اووئيل چي صوبائي حکومت په بي ار ټي منصوبي مکمل کيدو تاريخ نه دے ورکړے په دي خبره عدالت د سخت خفګان څرګندونه اوکړه او د درخواست ګزار وکيل ته ئي اووئيل چي بي ارټي منصوبه مکمل کيدل او د هغي تاريخ ټاکل،په زمکه دستورو راکوزيدل دي،
عدالت ته د پي ډي اے له اړخه د دوکانونو ړنګيدو په اړه جواب جمع کړے شو او د کيس سماعت تر نامعلومه وخته پوري اوځنډولے شو