د بے نامى اکاؤنټس يا ټرانزکشن خلاف به ايکشن اخيستې شى

چيئرمين ايف بى آر واضحه کړے چې د بے نامى اکاؤنټس يا ټرانزکشن خلاف به ايکشن اخيستې شى، هاغه ټولې کمپنې به بندولې شى کومو چې ټيکس ريټرن نه وى فائل کړے، شبر زيدى مطابق د پنځوست زره روپو شاپنګ باندې د شناختى کارډ ښودل لازمى دى
دا خبرې د فيډرل بورډ آف ريوينيو چيئرمين شبرزيدى اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو اترو کښې کړيدې
د هغه وينا وه چې وزيراعظم عمران خان د ټيکس اصلاحاتو په معامله کليئر دې، د ټيکس نادهندګان د شناختى کارډ د شرط مخالفت کوى ولې معيشت په سرکارى دستاويزاتو کښې راوستو باندې به هيڅ قسمه سمجهوته اونکړے شى
چيئرمين ايف بى آر مخکښې اوئيل چې د چا نه هم د پيسو د زرايو تپوس کوے نو خفګان پرې څرګندوى ولې په نوى پاکستان کښې په ټيکس پاليسې سمجهوته نشو کوؤلې
د هغه وينا وه چې تيرکال امپورټ يوپنځوست ارب ډالر وؤ او ايکسپورټ يويشت ارب ډالر وؤ، په داسې صورتحال کښې ملک نشى چليدې، مونږ له به تجارتى او کرنټ اکاؤنټ خساره کموؤل وى